ټرمپ له آسیا تر ستنېدو وروسته: نړۍ اوس د امریکا درناوی کوي

0
64

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل آسیایي سفر وروسته ویلي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره یې په درې‌اړخیزه ناسته کې د اوکراین جګړې او ایران پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، آسیا ته یې سفر د امریکا په تاریخ کې له بریالیو سفرونو څخه و او په خبره یې، نړۍ اوس د امریکا درناوی کوي.

نوموړي د اوکراین د جګړې په اړه وویل چې پوتین د ډیپلوماسۍ له لارې د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا ښودلې او د دواړو مشرانو ترمنځ یې د دې جګړې د ختمولو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران په تړاو ټرمپ وویل، واشنګټن له تهران سره د یوې «جعلي هوکړې» پر ځای د یوې «ریښتینې هوکړې» غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه چې د ایران موضوع یې له روسیې او چینایي مشرانو سره هم مطرح کړې ده.

ټرمپ په اقتصادي برخه کې ګواښ کړی چې پر هغو امریکایي شرکتونو به درانه مالیات ولګوي چې له متحده ایالاتو بهر د معلوماتو د زېرمه کولو مرکزونه جوړوي.

نوموړي د امریکا د منځنیو دورو ټاکنو ته په اشارې ویلي، که دی پخپله د رایې ورکولو په پاڼه کې وای، د ټاکنو پایلې به بل ډول وې.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړې ته د ډیپلوماټیک حل لار ومومي او په ورته وخت کې له چین او روسیې سره د نړیوالو سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه خپلې خبرې روانې وساتي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ