فرانسې په پاریس کې د افغانستان سفارت د چارو د سمبالولو لپاره د طالب ډیپلوماټانو حضور منلی

0
62

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینې وايي،چې له فرانسې سره هوکړې ته رسېدلې، چې خپل ډیپلوماټان په پاریس کې د افغانستان سفارت ته واستوي.

د سرچینو په وینا، په لومړي پړاو کې به څلور طالب ډیپلوماټان فرانسې ته ولېږل شي.

سرچینو ویلي، چې یاد ډیپلوماټان اوس د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښايي د راتلونکې اوونۍ په پیل کې دغه هېواد ته ورسېږي.

د هوکړې له مخې، هغوی به په پاریس کې د افغانستان د سفارت چارې سمبالوي.

د سرچینو په وینا، دغه هوکړه وروسته له هغې شوې، چې د طالبانو حکومت له فرانسوي چارواکو سره د هغو افغان وګړو د هویت په تثبیت کې د همکارۍ ژمنه کړې، چې فرانسه یې افغانستان ته د بېرته لېږلو اراده لري.

بلخوا، په پاریس کې د افغانستان سفارت باخبره سرچینو هم د فرانسې له لوري د طالبانو حکومت ډیپلوماټانو د حضور منل تایید کړي، خو د هغوی شمېر یې دوه تنه ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرچینې د څلورو ډیپلوماټانو د استولو خبره کوي.

راپور زیاتوي، فرانسوي چارواکو د رسنۍ پوښتنو ته د طالب ډیپلوماټانو د احتمالي سفر په اړه ځواب نه دی ورکړی.

نه د طالبانو حکومت او نه هم د فرانسې حکومت تر اوسه په دې تړاو رسمي اعلامیه خپره کړې ده.

د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د پاریس په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې له طالبانو سره خبرې تر ډېره په فرانسه کې د هغو افغان وګړو د بېرته لېږلو پر موضوع متمرکزې وې، چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په باور، عامه نظم ته ګواښ پېښوي.

نوموړي د نومبر پر پنځمه ویلي وو، چې هغه مهال په پاریس کې د طالبانو اړوند هېڅ قونسلګري پلاوی شتون نه درلود او د داسې یوې کاري ډلې جوړېدل هم نه وو تایید شوي.

دا پرمختګونه وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې فرانسې تېره اوونۍ د طالبانو له حکومت سره د یو شمېر افغان وګړو د مستقیم بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو تایید وکړ.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ