بلوڅ ازادۍ پوځ رحمان ګل (مرید) د نوي پوځي قوماندان په توګه وټاکه

0
69

د پاکستان د بلوچستان ایالت د بلوڅ ازادۍ پوځ (BLA) اعلان کړی چې رحمان ګل، چې په مرید هم پېژندل کېږي، د دې ډلې د نوي عمومي پوځي قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د یادې وسله‌والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوموړي ټاکنه د رهبرۍ شورا له سلا مشورو او د ټولو مشرانو او قوماندانانو په ملاتړ شوې ده.

دا بدلون وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې دغې ډلې تېره اوونۍ د بشیر زیب بلوچ د مشرۍ د پای ته رسولو خبر ورکړ.

د ډلې ویاند جیند بلوچ د نومبر په درېیمه ویلي وو، چې د بشیر زیب د لرې کولو پرېکړه د اکتوبر په ۱۶مه د رهبرۍ په ګډه غونډه کې شوې وه او ورپسې ټول اداري، پوځي او د پالیسۍ جوړولو واکونه د قوماندې شورا ته سپارل شوي وو.

بشیر زیب بلوچ په ۲۰۱۸ کال کې د اسلم بلوچ تر وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه اخیستې وه.

د ډلې په وینا، د رهبرۍ په جوړښت کې وروستي بدلونونه د هغو اصولو له مخې شوي، چې د اسلم بلوچ له لوري د ۲۰۱۸ کال د بیا تنظیم پر مهال ټاکل شوي وو.

د راپورونو له مخې، رحمان ګل (مرید) تر دې وړاندې د ډلې په بېلابېلو پوځي او قوماندې برخو کې دندې ترسره کړې دي او د جعفر اېکسپرېس د برید له اصلي طراحانو څخه هم بلل کېږي.

بلوڅ ازادۍ پوځ د بلوچستان له سترو بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو ډلو څخه دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ