اسمعیل میاخېل:د ستونزو حل یواځینۍ لار د طالبانو مقابل کې جګړه ده!

0
13

د ملي راډیو ټلویزیون پخوانی رییس اسماعیل میاخېل وايي، افغانستان کې د ستونزو حل یواځینۍ لار د طالبانو پر وړاندې جګړه ده، ځکه په وینا یې هغوی د سولې او خبرو وړاندیزونه نه مني.

میاخېل چې د اسپانیا په مادرید کې یې د « اسلام اباد ناستې » بهیر په درېیم کنفرانس کې خبرې کولې ټینګار کړی، د هغو افرادو موقف او فکر مطلقأ ناسم دی چې طالبان د بدلون وړګڼي.

د ښاغلي میاخېل په خبره، طالبانو ټول افغانستان او د هېواد ارزښتونو له پوښتنو سره مخ کړي دي.

هغه دغه راز ویلي، د طالبانو مقابل کې چې هره جبهه د هېواد په هر ګوټ کې فعالیت کوي، باید ملاتړ یې وشي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ