وال سټریټ ژورنال: ایران لا هم تر ۲۵۰۰ پورې توغندي لري

0
59

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا استخباراتي ادارې اټکل کوي، ایران د جګړې له زیانونو سره سره لا هم د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ ترمنځ توغندي لري.

د راپور له مخې، د ایران دغه پاتې توغندیز ظرفیت تهران ته دا وړتیا ورکوي، چې د یوې بلې پراخې جګړې په صورت کې د امریکا او متحدینو پر پوځي او نورو اهدافو بریدونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي، دغه استخباراتي ارزونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره توپیر لري، چې د ایران د توغندیز ځواک په اړه یې کړې دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د ایران د توغندیو د زېرمو بیا زیاتېدل هغه مهم عامل دی، چې د ټرمپ حکومت د پوځي بریدونو د بیا پیل د احتمال په ارزونه کې ورته پام کوي.

سرچینو ټینګار کړی، چې د ایران د توغندیو د شمېر په اړه د استخباراتي ادارو د اټکل د باور کچه ټیټه ده؛ ځکه د هغو توغندیو دقیق شمېر معلومول ستونزمن دي، چې د توغولو لپاره چمتو دي او یا هم په پټو زېرمتونونو کې ساتل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ