د واورې ورښت له امله په سالنګونو کې د باروړونکو موټرو تګ راتګ بند شو

0
48

د پروان ولایت طالب مسوولین وايي، په سالنګ لویه لاره کې د واورې ورښت لا هم دوام لري او له همدې امله دغه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د پروان د والي ویاند حکمت شمیم د پنجشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه د سالنګونو د واورې ورښت ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې د لارې تګ راتګ د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستی دی، خو باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د شمیم په وینا، ټاکل شوې چې نن مازدیګر له شمال څخه د سوېل پر لور باروړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

سالنګ لویه لاره هر کال د ژمي په موسم کې د درنو واورو او سختې یخنۍ له امله د موټرچلوونکو او مسافرو پر تګ راتګ ستونزې رامنځته کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ