د سولې خبرو د پرمختګ هیلو د تېلو بیې راټیټې کړې

0
37

د منځني ختیځ او روسیې ـ اوکراین جګړو د پای ته رسولو په موخه د سولې خبرو د پرمختګ په اړه د هیلو له زیاتېدو سره، د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د تېلو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر یوه ډالر ډېرې راولوېدې.

د بازارونو د شنونکو په باور، د جګړو د پای ته رسېدو او په نړیواله کچه د سیاسي ترینګلتیاوو د کمېدو احتمال د تېلو پر بیو فشار راوړی، ځکه پانګه‌وال تمه لري چې د انرژۍ په نړیوال بازار کې به د عرضې او تقاضا وضعیت بدل شي.

د راپورونو له مخې، د برېنټ تېلو د راتلونکې میاشتې قرارداد بیه د هر بېرل په سر یو ډالر او ۱۴ سېنټه، چې شاوخوا ۱.۲ سلنه کېږي، راټیټه شوې او ۹۱ ډالرو او ۶۲ سېنټو ته رسېدلې ده.

همداراز د امریکا د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) تېلو بیه هم یو ډالر او څلور سېنټه، یا ۱.۲ سلنه کمه شوې او د هر بېرل بیه یې ۸۵ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته رسېدلې ده.

د تېلو بیې داسې مهال راټیټېږي چې د روسیې او اوکراین استازو په ابوظبۍ کې د سولې د خبرو په دوو ورځنیو غونډو کې د بندیانو پر لوی تبادله هوکړې ته رسېدلي؛ خو د سیمو او ځمکنیو اختلافاتو په ګډون د جګړې د پای ته رسولو پر مهمو موضوعاتو لا هم اختلافونه شته.

بلخوا، د منځني ختیځ د جګړې د پراخېدو په اړه د اندېښنو کمېدل هم د تېلو پر بازار اغېز کړی دی.

د ایران یوه امنیتي چارواکي محسن رضایي ویلي چې هېواد یې د غني شویو اټومي موادو د لېږد اجازه نه ورکوي او که امریکا نوې پوځي حملې وکړي، له غبرګون سره به مخ شي.

د تېلو د بیو د راټیټېدو بل لامل د تېلو د عرضې زیاتوالی هم بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د اوپېک پلس د تېلو تولید د اکتوبر په میاشت کې زیات شوی او په امریکا کې هم د تېلو زېرمې شاوخوا نهه میلیونه بېرله لوړې شوې دي.

شنونکي وایي، که د سولې خبرې د اوربند او د جګړو د پای ته رسېدو په لور عملي پرمختګ وکړي، ښايي د تېلو پر نړیوال بازار نور هم اغېز وکړي؛ خو د هرمز تنګي په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا هم د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې ساتلې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ