افغان میرمنو د جنسیتي ځورونې او سیستماتیک تبعیض پر وړاندې د مبارزې، زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو په درناوي د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ترلاسه کړې ده.
دغه جایزه د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګولساتونکې، الاهه صفدري، د افغانستان د ښځو په استازیتوب ترلاسه کړې ده.
جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس پخوانۍ مشرې، تریزا مې، ورکړې ده.
د چتم هاوس بنسټ ویلي، دغه جایزه د افغان ښځو د ګډې مبارزې، مقاومت او د راتلونکو نسلونو لپاره د برابرۍ او فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د دوی د هڅو په ستاینه ورکړل شوې ده.


