بیړنی خبر:متحدې جبهې د الله‌داد فدایي غړیتوب تایید کړ

0
75

د افغانستان متحدې جبهې په یوې تازه خپرې شوې اعلامیه کې الله‌داد فدایي د خپل غړي په توګه منلی او د نوموړي د نیول کېدو په تړاو یې خپل دریځ څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې «برید جنرال الله‌داد فدایي د متحدې جبهې یو متعهد، وړ او باعزمه غړی بللی دی.»

اعلامیه زیاتوي چې الله‌داد فدایي د جبهې له هغو کسانو څخه دی چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې د مبارزې ژمنه کړې ده.

د متحدې جبهې په اعلامیه کې د نوموړي د مبارزې، قربانیو او ژمنتیا یادونه شوې او ټینګار شوی چې د افغانستان د ازادۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې د جبهې د مشر سمیع سادات له قوله راغلي چې دوی به د افغانستان د ازادۍ لپاره له ټولو ممکنو لارو کار واخلي.

متحدې جبهې دغه راز ویلي چې مبارزه یې د افغانستان د ټولو ولایتونو د ازادۍ لپاره ده او د دې مبارزې د دوام ژمنه یې کړې ده.

الله داد فدایي په پرځیدلي جمهوري نظام کې د لغمان امنیه قوماندان وو، چې وروسته د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته ستون شوی وو

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ