قاري عیسی محمدي: الله‌داد فدایي د پاکستان د استخباراتي دسیسو قرباني شو

0
69

دیني عالم قاري عیسی محمدي د جمهوري نظام جنرال الله‌داد فدایي د نیول کېدو په غبرګون کې ادعا کړې، چې نوموړی د پاکستان د استخباراتي موخو قرباني شوی دی.

محمدي په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، له جمهوري نظام وروسته الله‌داد فدایي لومړنی جنرال دی چې د ده په وینا، د پاکستان د ناسمو موخو ښکار شوی دی.

نوموړي د افغانستان پر پخوانیو نظامي چارواکو، جنرالانو او ځوانانو غږ کړی، چې د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او کورنیو مشکلاتو له امله د استخباراتي شبکو د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې ښکار نه شي.

هغه ټینګار کړی، چې هېڅ مالي امتیاز او سیاسي ژمنه باید د انسان د عزت، خپلواکۍ او ملي ګټو په بیه ونه منل شي.

الله‌داد فدایي د پخواني جمهوري نظام پر مهال د لغمان امنیه قوماندان و، او د جمهوري نظام له سقوط وروسته نوموړی د طالبانو د تماس کمېسیون له لارې افغانستان ته ستون شوی و.

بلخوا د افغانستان متحدې جبهې په خپله تازه اعلامیه کې فدایي د دې جبهې غړی بللی او د هغه د نیول کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ