د بریتانیا دریېم پاچا چارلس د ۷۸مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې د توپونو تشریفاتي ډزې کېږي

0
29

د بریتانیا دریېم پاچا چارلس نن د خپل ژوند ۷۸مه کلیزه لمانځي، چې په همدې مناسبت به د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د توپونو تشریفاتي ډزې ترسره شي.

د بریتانیا شاهي ماڼۍ د پاچا د کلیزې په مناسبت د هغه انځورونه هم خپاره کړي، چې سږ کال له پوځيانو سره د لیدنو پر مهال اخیستل شوي دي.

د راپور له مخې، په لندن کې به د ګرین پارک په ګډون د لندن ټاور او د وینډسر ماڼۍ ته څېرمه هم د توپونو په ډزو د پاچا کلیزه ونمانځل شي.

د لندن ټاور په مراسمو کې به ۶۲ تشریفاتي ډزې وشي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ