د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو د افغانستان پر اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز امنیت خبرې کړې دي

0
75

د قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبیکستان ځانګړو استازو د نومبر په شپږمه د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې تماس ډلې په دویمه غونډه کې، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت، له دغه هېواد سره د سوداګریزو او ترانسپورتي اړیکو پر پراختیا او د ګډو بشري پروژو پر پلي کولو بحث کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې ګډونوالو له ترهګرۍ، افراط‌پالنې، د نشه‌یي توکو له قاچاق او له پولو هاخوا جرمونو سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د تعامل او د دغه هېواد له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو پر دوام خبرې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ