پاکستان: له امریکا څخه د افغان کډوالو د لېږد په اړه اړونده لورو سره په اړیکه کې یو

0
59

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له امریکا څخه پاکستان او افغانستان ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه لا هم روښانه پرېکړه نه ده شوې او تر اوسه په دې تړاو یوازې اټکلونه مطرح دي.

د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، اسلام‌اباد له اړوندو لورو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې د دې موضوع لپاره مناسبه حل‌لاره ومومي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان له خپلو متحدینو او شریکانو سره ګډ کار او نږدې همغږۍ ته ژمن دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ