د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو کاري صلاحیتونو بهر دې اقدام نه کوي او د ګټو له ټکر سره دې مخامخ کړنې نه ترسره کوي.
رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې روبیو ویلي، هر چارواکی چې له اخلاقي اصولو سرغړونه وکړي، د خپلو سیاسي اړیکو او نفوذ له پام پرته به له دندې ګوښه شي.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د یونان لپاره د امریکا پخوانۍ سفیرې کیمبرلي ګیلفویل د پیسو، ډالیو او امتیازاتو په بدل کې د ټرمپ ادارې چارواکو ته د لاسرسي برابرولو په تور د رسنیو له راپورونو وروسته استعفا وکړه؛ خو نوموړې دغه ادعاوې رد کړې دي.
روبیو همداراز ویلي چې مهمې پرېکړې باید د ده یا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له تایید پرته ونه شي او د وزارت د سیاسي کارکوونکو ټول بهرني سفرونه به د ده د دفتر تایید ته اړتیا ولري.


