د طالبانو حکومت د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر اخوند، د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د زراعت وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به د دغه سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي اړیکو پر پراختیا او اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره هم پر مهمو موضوعاتو بحث وشي.


