کینیا کې د ۱۹۰ ماشومانو د وژنې په تور د مذهبي ډلې مشر په دوه پېړۍ بند محکوم شو

0
52
Paul Mackenzie, a Kenyan cult leader accused of ordering his followers, who were members of the Good News International Church, to starve themselves to death in Shakahola forest, looks on in court following his sentencing at the Mombasa High Court, in Mombasa, Kenya November 6, 2026. REUTERS/Monicah Mwangi

د کینیا یوې محکمې د مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي ته د ۱۹۱ کسانو، چې ۱۹۰ یې ماشومان وو، د وژنې په تړاو د ۲۰۰ کلونو بند سزا ورکړې ده.

مکینزي خپلو پیروانو ته د نړۍ د پای ته رسېدو په پلمه د لوږې اعتصاب سپارښتنه کړې وه او هغوی یې هڅولي وو چې له خپلو ماشومانو سره یوځای له خوړو ډډه وکړي، څو جنت ته ورسېږي.

د محکمې د حکم له مخې، نوموړی د لوږې له لارې د وژنې په تور ۱۰۰ کاله او د مستقیمې وژنې په تور ۱۰۰ کاله نور بند محکوم شوی دی.

په دې قضیه کې د مکینزي ۲۸ نور همکاران هم په بېلابېلو بندونو محکوم شوي دي.

د کینیا چارواکي وايي، د شاکاهولا ځنګل په ډله‌ییزو قبرونو کې تر ۴۰۰ ډېر جسدونه موندل شوي او د مړو احتمالي شمېر ښايي ۵۰۰ کسانو ته ورسېږي.

دا قضیه په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغې افشا شوه چې پولیسو د کینیا په ساحلي سیمه کې د ډله‌ییزو قبرونو موندل پیل کړل.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ