د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د ډیموکرات ګوند له بریا او د کانګرس د دواړو جرګو د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، د نړۍ د ونډو بازارونو بیې لوړې شوې او د تېلو بیه نږدې ۹ سلنه راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، د ډیموکراتانو بریا په هغو سیمو کې هم پراخه وه چې له اوږدې مودې راهیسې د جمهوريپالو خوندي مرکزونه ګڼل کېدل.
دغه پایلې د امریکا په سیاسي وضعیت کې د بدلون نښه بلل شوې ده.
د راپور له مخې، د نیویارک په ونډو بازار کې د ډاو جونز شاخص ۲.۸۹ سلنه، د اېس اېنډ پي ۵۰۰ شاخص ۱.۸۵ سلنه او د ناسډاک شاخص ۲.۱۳ سلنه لوړ شوی دی.
بل لور ته، د برېنټ خامو تېلو بیه ۹ سلنه راټیټه شوې او د هر بېرل بیه یې ۹۴.۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
پانګوال د اوکراین او ایران د جګړو د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن راتلونکو ګامونو ته په تمه دي او اندېښنه لري چې په دواړو جګړو کې وروستي بریدونه ښايي د انرژۍ د اکمالاتو بهیر نور هم ګډوډ کړي.
په همدې حال کې، د امریکا د لس کلنو دولتي پورونو ګټه هم راټیټه شوې او د ډالرو ارزښت د یورو او برېتانوي پونډ پر وړاندې کمزوری شوی دی.
د راپور له مخې، د سرو زرو بیه ۳.۵۷ سلنه لوړه شوې او د هر اونس بیه یې ۴ زره او ۶۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه، د بېټکوین بیه ۳.۲۲ سلنه او د اېتېریوم بیه ۵.۸ سلنه لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، پانګوال تمه لري چې د کانګرس د کنټرول په اړه د سیاسي وضعیت روښانتیا به د بازارونو ناڅرګندتیا راکمه کړي؛ خو په راتلونکو دوو کلونو کې د اقتصادي او ټکنالوژیکو پالیسیو په اړه د ډیموکراتانو دریځ لا هم د پانګوالو د پام وړ موضوع ده.


