د ټاکنیزو ماتو وروسته؛ ټرمپ د دفاع وزیر د ګوښه کولو په اړه له سلاکارانو سره مشورې کړې

0
32

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري‌غوښتونکو ګوند د منځمهالو ټاکنو له درنو ماتو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هېګسیت د راتلونکي په اړه له خپلو نږدې سلاکارانو سره مشورې پیل کړې دي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره په حضوري لیدنو او ټیلیفوني خبرو کې پوښتلي چې ایا پیټ هېګسیت باید د دفاع وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي او که له دې دندې ګوښه شي.

راپور زیاتوي چې ټرمپ تر اوسه د هېګسیت د ګوښه کولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ خو د فلوریډا د جمهوري‌غوښتونکي والي ران ډې‌سانټیس نوم د هغه د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی دی.

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو اټکل کړی چې د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شوې سیاسي نیوکې ښايي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پر مشر اډمیرل براد کوپر او د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو کمېټې پر مشر جنرال ډان کېن هم ور وڅرخي؛ ځکه دواړو د ایران جګړې اړوند پوځي لارښوونو او پرېکړو کې مهم رول درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم د جمهوري‌غوښتونکو د ټاکنیزې ماتې یو مهم لامل د ایران جګړه بللې ده.

هغه د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دوی د ماتې لامل جګړه وه.

په همدې حال کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي ویلي چې ټرمپ پر پیټ هېګسیت بشپړ باور لري او د هغه د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې د ډیموکرات ګوند له خوا د هېګسیت د استیضاح هڅې هم تر ټاکنو مخکې مطرح شوې وې؛ خو اوس چې ډیموکراتانو په کانګرس کې د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی، د هغه پر وړاندې د استیضاح د بهیر د پیاوړي کېدو احتمال هم شته.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، د هېګسیت د برخلیک په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ