ایران: ټرمپ ته مو په جګړه او واشنګټن کې سخته ماتې ورکړې

0
9

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، چې هېواد یې د جګړې په ډګر، د هرمز تنګي او د امریکا په سیاسي ډګر کې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته درنه ماتې ورکړې ده.

رضايي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې ایراني ولس د جګړې په ډګر او د هرمز تنګي کې ټرمپ ته ستراتیژیکه ماتې ورکړې او په واشنګټن کې یې هم له سیاسي ماتې سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د ټرمپ د جګړه‌ییزو سیاستونو له امله د امریکا حکومت او خلکو درانه مالي لګښتونه ګاللي دي.

رضايي خبرداری ورکړی چې له ایران سره هر ډول پوځي تقابل به درنې پایلې ولري او هر هغه لوری چې له ایران سره مخامخ شي، د جګړې له ډګره نیولې تر خپل کورني چاپېریاله به یې بیه پرې کړي.

د نوموړي څرګندونې د امریکا د منځمهالو ټاکنو له پایلو وروسته شوې دي، چې د ډیموکرات ګوند په بریا سره یې د کانګرس د استازو جرګې او سنا کنټرول له جمهوري‌پالو څخه اخیستی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم د جمهوري‌پالو د ټاکنیزې ماتې یو مهم لامل له ایران سره جګړه بللې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ