سعودي عربستان او سوریې د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا په موخه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون د نومبر په څلورمه د سوریې د انتقالي حکومت د مشر احمد الشرع د ریاض د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
الشرع په دغه سفر کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لیدلي دي.
که څه هم د هوکړهلیک د مادو او عملي څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي، خو رویټرز تر دې وړاندې د اکتوبر په اوومه راپور ورکړی و چې سعودي عربستان له سوریې غوښتي څو د یمن د حوثي وسلهوالو پر وړاندې په جګړه کې پوځي مرسته وکړي.
د راپور له مخې، د سوریې لپاره د پوځي او تخنیکي مرستې او د سعودي په ملاتړ د یمني ځواکونو ترڅنګ د احتمالي پوځي ګډون موضوعات هم مطرح شوي وو؛ خو د سوریې یوه ډیپلومات ویلي وو چې هر ډول پوځي همکاري به د دواړو هېوادونو د رسمي هوکړو او اړیکو له لارې ترسره کېږي.
دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د یمن حوثي وسلهوال د سعودي عربستان پر وړاندې د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی.
تر اوسه د دواړو هېوادونو چارواکو د نوي دفاعي تړون د مشخصو مادو او د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.


