د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي، که څه هم د ایران حکومت د خپلو خلکو پر وړاندې له شکنجې، زنداني کولو او اعدامونو کار اخلي، خو پوځي بریدونه نه شي کولای د دغه حکومت د بدلون او د ایران د خلکو د ازادۍ زمینه برابره کړي.
وادیفول د «انهویل» سیاسي پوډکاسټ سره په خبرو کې ویلي، د ایران د حکومت بدلون مطلوب دی، خو په وینا یې، دا بدلون باید د ایران له دننه رامنځته شي، نه د بهرنیو پوځي بریدونو له لارې.
نوموړي زیاته کړې، جرمني له اسراییل او امریکا سره د ښو اړیکو له امله کولای شي خپل دریځ په مستقیم ډول دغو هېوادونو ته ورسوي او خبرې یې هم اورېدل کېږي.
هغه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو په اړه ویلي، چې د ایران لوری په دوامداره توګه د بیا خبرو غوښتنه کوي.
وادیفول په خپلو څرګندونو کې د اسراییل په اړه د جرمني ځانګړي تاریخي مسوولیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، دغه مسوولیت د جرمني له تاریخ سره تړاو لري او دی ځان ورته ژمن ګڼي.


