امریکا کې منځمهاله ټاکنې؛ډیموکراتانو د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت خپل کړ

0
25

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د تازه پایلو له مخې، ډیموکرات ګوند د سنا او استازو جرګې دواړو اکثریت ترلاسه کړی او په دې توګه به د کانګرس کنټرول په لاس کې واخلي.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، ډیموکراتانو په سنا جرګه کې لږ تر لږه ۵۴ څوکۍ ترلاسه کړې او جمهوري‌پالو ۴۳ څوکۍ ګټلې دي؛ د درېیو څوکیو برخلیک لا نه دی روښانه شوی.

په استازو جرګه کې هم ډیموکراتانو لږ تر لږه ۲۱۹ څوکۍ ګټلې دي، چې د اکثریت لپاره له اړینو ۲۱۸ څوکیو یوه زیاته ده.

د پاتې څوکیو د پایلو د اعلان بهیر لا روان دی.

د راپورونو له مخې، ډیموکراتانو په ټکساس، اوهایو، کانزاس، آیوا، مېن او د شمالي او جنوبي کارولاینا ایالتونو کې د سنا څوکۍ هم له جمهوري‌پالو ګټلې دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیموکراتانو بریا ته مبارکي ویلې، خو ویلي یې دي چې دغه پایلې د ده د شخصي سیاستونو پر وړاندې د خلکو د مخالفت معنا نه لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ