میرویس عزیزي: په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

0
27

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د یوه مجهز روغتون د جوړولو چارې عملاً پیل شوې او په دغه مرکز کې به د سرطان ناروغانو درملنه وړیا وي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د جوزجان د ګازو او بغلان د ډبرو سکرو د کانونو د دوو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د روغتون د جوړولو رسمي چارې دوه اوونۍ مخکې بشپړې شوې او اوس یې عملي کار روان دی.

عزیزي څرګنده کړې، شاوخوا یو نیم کال مخکې یې د دغه روغتون د جوړولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې لور یې د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه.

هغه د دې روغتون جوړول خپل شخصي ارمان بللی او ټینګار یې کړی چې دا به سوداګریز روغتون نه وي، بلکې د سرطان ناروغانو درملنه به پکې له لګښته پرته ترسره کېږي.

د عزیزي په وینا، د سرطان د درملنې د روغتون ترڅنګ به د نسايي او ولادي ناروغیو یو روغتون او طبي پوهنتون هم جوړ کړي.

په افغانستان کې د سرطان د درملنې د مجهزو مرکزونو او اړینو درملو کمښت هغه ستونزې دي چې ګڼ ناروغان یې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تګ او درنو لګښتونو سره مخ کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ