صدیقي ایلم نیوز ته: د پاکستان بریدونه غندو؛ د اسرائیلو او نورو هېوادونو د مرستې غوښتنې په اړه زما خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

0
26
Screenshot

د مشرانو جرګې پخواني مرستیال، ډاکټر محمد آصف صدیقي، له ایلم نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو پرضد د اسرائیلو او نورو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنې په اړه د ده له خبرو ناسم تعبیر اخیستل شوی دی.

نوموړي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د بدبختۍ لامل پاکستانیان دي.

ښاغلي صدیقي د افغان کشالې د حل لار بین‌الافغاني خبرې، د یو بل منل او ملي یووالی وباله.

د نوموړي بشپړه مرکه به ډېر ژر د ایلم نیوز له لارې خپره شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ