چین د نړۍ د انرژۍ له کړکېچ څخه د پاکې انرژۍ د صادراتو لپاره ګټه اخلي

0
11

چینایي شرکتونو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پاکې انرژۍ د تقاضا له زیاتېدو او د تېلو د اکمالاتو په برخه کې له اندېښنو څخه د خپلو صادراتو د پراختیا لپاره ګټه اخیستل پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، د چین د پاکې انرژۍ مخکښ شرکتونه تمه لري چې سږ کال به بهرنیو بازارونو ته د دوی پلور دوه برابره شي او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه یوانو ته ورسېږي.

په منځني ختیځ او اسیا پاسفیک کې د ځینو بازارونو د ودې کچه هم له ۲۰۰ تر ۳۰۰ سلنې اټکل شوې ده.

افریقا، سوېل ختیځه اسیا او منځنی ختیځ د چینایي لمریزو تختو او د برېښنا زېرمه کولو بېټریو مهم بازارونه بلل کېږي.

په دغو سیمو کې د برېښنا د شبکو ستونزې او د فوسیلي سون‌توکو د بیو لوړېدو د بدیلو انرژیو غوښتنه زیاته کړې ده.

د راپور له مخې، پاکستان تېر کال د برېښنا زېرمه کولو بېټریو واردات ۲۲۰ سلنه زیات کړي او کچه یې ۴.۶ ګیګاواټه‌ساعته ته رسېدلې ده.

په همدې حال کې، چینایي تولیدوونکي د خپلو فابریکو د پراختیا لپاره پانګونه کوي.

د شاندونګ الګرېنډ شرکت په خپله فابریکه کې ۴۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې او شېنژن روېډیان شرکت غواړي راتلونکی کال خپل کلنی تولید دوه برابره کړي.

د اقتصادي شننو له مخې، د چین پراخ تولیدي ظرفیت، ټیټ لګښتونه او نوې ټکنالوژي دغه هېواد ته په نړیوال بازار کې د سیالۍ برلاسی ورکړی او د پاکې انرژۍ په نړیواله سوداګرۍ کې یې ونډه مخ پر زیاتېدو ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ