د ایران پر قشم ټاپو د برید راپورونو د تېلو بیې بېرته لوړې کړې

0
28

د ایران پر قشم ټاپو د امریکا د برید د راپورونو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د بیا پراخېدو د اندېښنو له زیاتېدو سره، د سه‌شنبې په سهار په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سه‌شنبې په ورځ د ګرینویچ پر وخت د شپې په ۰۱:۰۴ بجو د برنټ تېلو بیه ۴۸ سېنټه یا ۰،۵ سلنه لوړه شوې او د یوه بېرل بیه یې ۱۰۵ ډالرو او ۲۵ سېنټو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ تېلو بیه هم ۴۷ سېنټه یا ۰،۵ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې په ۹۶ ډالرو او ۹۳ سېنټو پلورل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د برنټ تېلو بیه ۸ ډالره او ۶۶ سېنټه، یعنې ۷،۶۳ سلنه راټیټه شوې وه.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو د ایران پر قشم ټاپو بریدونه کړي دي.

امریکايي چارواکو دغه بریدونه دفاعي بللي او ویلي یې دي چې موخه یې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د ایران د بریدونو د وړتیا له منځه وړل وو.

د منځني ختیځ د جګړې د بیا پراخېدو اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده.

د راپورونو له مخې، تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه خام تېل او طبیعي ګاز له همدې تنګي تېرېدل، خو د جګړې له پیل راهیسې د بېړیو تګ راتګ په کې د پام وړ کم شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ