د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقداماتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
والسټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه اړیکه په داسې وخت کې نیول شوې، چې امریکا د ایران د حکومت پر اهدافو د احتمالي بریدونو د بیا پیلولو لپاره د چمتووالي په حال کې ده.
د راپور له مخې، دا ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغې شوې، چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له لوړپوړو امریکايي پوځي قوماندانانو سره په کتنه کې په سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو پر احتمالي لارو چارو بحث کړی و.
ورځپاڼه لیکي، دواړه مشران په خپلو هېوادونو کې له بېلابېلو سیاسي فشارونو سره هم مخ دي.
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د جګړې د اقتصادي اغېزو او د سونتوکو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنې لري.
په ورته وخت کې، نتنیاهو هم د اسراییل له پارلماني ټاکنو وروسته د نوي حکومت د جوړولو لپاره له احتمالي اوږدو سیاسي خبرو سره مخ دی.
والسټریټ ژورنال د دغو ټیلیفوني خبرو د اصلي منځپانګې او احتمالي پرېکړو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.


