د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه درجهبندۍ کې یو مقام پرمختګ کړی او د نړۍ د شپږمې لوبډلې ځای یې خپل کړی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان لوبډله په دې درجهبندۍ کې له انګلستان او سریلانکا څخه مخکې شوې او خپل پخوانی اووم مقام یې شپږم ته لوړ کړی دی.
د دې بدلون له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د یو ورځنیو سیالیو د مخکښو لوبډلو په ډله کې شپږم ځای لري.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د یو ورځنیو سیالیو په ډګر کې د پام وړ پایلې ترلاسه کړې او په نړیوالو سیالیو کې یې خپل حضور لا پیاوړی کړی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو سیالیو درجهبندي د لوبډلو د وروستیو سیالیو د پایلو او نمرو پر بنسټ ټاکي.


