د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د ډسمبر په لومړۍ اونۍ په یو رسمي سفر د روسیې پلازمینې مسکو ته ولاړ شي.
د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې به د لومړي وزیر شریف ترڅنګ د سوداګرو یو لوی پلاوی هم مسکو ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې شهباز شریف به د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو په ګډ سوداګریز فورم کې هم وینا وکړي.


