ملا برادر: افغانستان باید له مصرفوونکي هېواد څخه پر تولیدوونکي هېواد بدل شي

0
12

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، هڅه کوي افغانستان په تدریجي ډول له یوه مصرفوونکي هېواد څخه پر تولیدوونکي هېواد بدل کړي.

نوموړي په کندهار کې د شوراندام سمنټو فابریکې د لومړي پړاو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، د کورنیو تولیداتو له زیاتېدو سره به د صادراتو لپاره هم زمینه برابره شي.

برادر د کورنیو سرچینو پر دوامدارې کارونې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د سمنټو د تولید پراخ ظرفیت لري او دغه صنعت کولی شي د هېواد د ساختماني اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي.

د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو په ورځ کې د ۱۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید په ظرفیت فعال شوی او ټاکل شوې د دویم پړاو د جوړولو چارې هم پیل شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ