د اسراييل د ټاکنو د رایو شمېرل بشپړ شول.
هېڅ حزب ٦١ څوکۍ نه دي ګټلي چې خپل حکومت جوړ کړي.
د بنيامين نتنیاهو ګوند د کنست له ١٢٠ څوکیو څخه ٥٣ مخالفو ګوندونو ٤٨ او عربو ګوندونو ١٩ څوکۍ ګټلي.
د نتنیاهو په ايتلاف کې لیکود ګوند تر ټولو ډېرې ٢٧ څوکۍ ګټلي
په مخالف اړخ کې د ګادي ایزنکوت یاشار ګوند ٢١ څوکۍ د نفتالي ايتلاف ١٢ څوکۍ ديموکراتانو ٨ څوکۍ او اسراييل زموږ کور ګوند ٧ څوکۍ، عرب مشترک فهرست ١١ څوکۍ او رعام ګوند ٨ څوکۍ ګټلې دي.


