د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بننټ خبرداری ورکړی، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ځپونکو سیاستونو او بنسټیز تبعیض منلو ته اجازه ورنه کړي.
بننټ د نجونو پر زدهکړو بندیز، جبري او د ماشومانو ودونه او د ماشومانو کار په اړه اندېښنه ښودلې او له هېوادونو یې غوښتي، چې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي، د افغان ملکي وګړو ساتنه وکړي او له خطر سره مخ افغانان په زور بېرته ونه ګرځوي.
هغه ټینګار کړی، چې له طالبانو سره تعامل باید د بشري حقونو په برخه کې له خپلواکه ارزول کېدونکو او عملي پرمختګونو پرته د مشروعیت معنا ونه لري او د سرغړونو عاملان باید حساب ورکړي.


