د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې اترې په بشپړه توګه نه دي درېدلې.
روبیو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د امریکا د ولسمشر لومړیتوب دا دی چې د نړۍ په هره ستونزه او ننګونه کې، د امکان تر حده، د ډیپلوماسۍ او سولهییزو لارو د حل هڅه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، واشنګټن هڅه کوي نړیوالې ستونزې د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل کړي.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ ویلي، له امریکا سره د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره هېڅ پلان نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي جګړې د بیا پیل په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.


