امریکا مسکو کې د احتمالي برید خبرداری ورکړی

0
7

په مسکو کې د امریکا سفارت د احتمالي ترهګریز برید په اړه امنیتي خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي چې د ګڼو تلفاتو د رامنځته کېدو موثق ګواښ یې ترلاسه کړی دی.

د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، دغه ګواښ د مسکو د تساریتسنو موزیم او پارک سیمه په نښه کوي.

امریکايي سفارت وایي دا برید ښایي نن شپه ترسره شي.

امریکا سفارت له خلکو غوښتي چې له یاد موزیم او شاوخوا سیمې څخه لرې اوسي، په عامه ځایونو کې احتیاط وکړي او له ګڼې‌ګوڼې لرونکو سیمو لرې پاتې شي.

بلخوا، د روسیې فدرالي امنیتي ادارې (FSB) دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې د امریکايي لوري له خوا یې په مسکو کې د یوه احتمالي ترهګریز برید د چمتووالي په اړه معلومات ترلاسه کړي او د مخنیوي لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.

امریکايي سفارت هم تایید کړې چې د ګواښ په تړاو له روسي چارواکو سره په همغږۍ کار کوي.

تر اوسه د احتمالي برید د عاملانو، څرنګوالي او کره هدف په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ