د کوکنارو پر سر د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو اختلاف؛طالبان:ملګري ملتونه دې اول خپل اختلافات حل کړي، بیا دې ارزونې کوي

0
23

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) هغه کلنی راپور رد کړی، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید په اړه خپور شوی دی.

دغه معینیت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملګرو ملتونو راپور د ناقصو ارزونو، غیرقطعي شمېرو او هغو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، چې د دوی په باور د افغانستان د مخدره موادو پر ضد مبارزې لاسته راوړنې په سمه توګه نه منعکسوي.

د اعلامیې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت پکې شوی و، له ۲۶ زره هکټاره څخه زیاته ځمکه د مخدره موادو له کښت څخه پاکه شوې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت اړوند معینیت ټینګار کړی، چې نړیوال بنسټونه باید د مخدره موادو په اړه د راپورونو د خپرولو پر مهال له کره، مستندو او بې‌طرفه معلوماتو کار واخلي او د خپلو شمېرو د اختلافونو په اړه وضاحت ورکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ