د هانګ کانګ مشر جان لي د تای پو سیمې په استوګنیز کمپلکس کې د تېر کال د خونړۍ اورلګېدنې له امله بښنه وغوښته او د ودانیو د خوندیتوب د معیارونو د اصلاح ژمنه یې وکړه.
په دغه اورلګېدنه کې ۱۶۸ کسان وژل شوي او زرګونه نور بېکوره شوي وو.
اور د بیارغونې لاندې په څو لوړو استوګنیزو ودانیو کې په چټکۍ خپور شوی و.
د پېښې د څېړنې کمېټې ویلي، د اورخوندیتوب په برخه کې د حکومت د څو ادارو څارنه او د خلکو د شکایتونو تعقیب کمزوری و.
جان لي ویلي، حکومت به د پېښې د مسوولیتونو د معلومولو ترڅنګ د ودانیو د بیارغونې، ساختماني چارو او اورخوندیتوب په برخه کې پراخ اصلاحات پلي کړي.


