د جرمني حکومت له دغه هېواده د افغان وګړو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او تازه یې ۴۰ افغانان، چې د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، کابل ته لېږدولي دي.
د جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې یاد کسان د لایپزیګ/هاله هوايي ډګر څخه د یوې ځانګړې چارټر الوتکې په وسیله کابل ته استول شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روانې پارلماني دورې له پیل راهیسې یې ټولټال ۳۰۳ افغان نارینه افغانستان ته شړلي دي.
د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، په تازه لېږدول شویو کسانو کې د وژنې، جنسي تېري، ماشومانو سره د جنسي ناوړه چلند، وهل ټکولو او د نشهيي توکو د قاچاق په جرمونو محکوم کسان هم شامل وو.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


