پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام ودرول شو

0
28

د پاکستان د ګمرکونو چارواکي وايي، د افغان سوداګرو د هغو کانتینرونو د لیلام بهیر یې درولی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو له امله په دغه هېواد کې ایسار پاتې دي.

د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي، د کانتینرونو د لیلام بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې له مخې ځنډول شوی دی.

د نوموړي په وینا، دا پرېکړه یوازې په کورنیو بندرونو پورې محدوده نه ده، بلکې په تورخم او چمن کې ایسار کانتینرونه هم نه لیلامېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغان سوداګرو له خوا په کراچۍ بندر کې د ایسارو توکو د لیلام د پیل خبر ورکړل شوی و.

د راپورونو له مخې، د کانتینرونو د اوږدې مودې درېدو لګښتونه او لوړې مالیې د لیلام له مهمو لاملونو څخه بلل شوي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو تر دې وړاندې د افغان سوداګرو د توکو لیلام د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی و.

خو تر اوسه څرګنده نه ده چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو څومره کانتینرونه مخکې لیلام شوي دي او د لیلام د درولو پرېکړه به د سوداګرو پر مالي زیانونو څه اغېز ولري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ