د یمن حوثي وسلهوالې ډلې یو ځل بیا د سعودي عربستان پر مهمو هوايي او تېلو تاسیساتو د بریدونو ادعا کړې.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر توغندیز برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د حوثیانو بېپیلوټه الوتکو د سعودي عربستان په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د خامو تېلو د لېږد پر پمپ سټېشنونو هم بریدونه کړي دي.
سریع همداراز ادعا کړې، چې د یمن په عدن او لحج ولایتونو کې یې د سعودي عربستان په ملاتړ د مېشتو ځواکونو پر مرکزونو بالستیک توغندي توغولي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه سعودي سرتېري وژل شوي.
په مقابل کې، د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف ویلي، چې په صنعا کې یې د بالستیک توغندیو دوه توغوونکي مرکزونه ویجاړ کړي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې او د ریاض نړیوال هوايي ډګر د اکتوبر پر ۲۵مه، د شاوخوا دوو اوونیو له ځنډ وروسته، په محدود ډول بېرته پرانیستل شوی دی.
د سعودي چارواکو د حوثیانو د وروستیو ادعا شویو بریدونو د ټولو هدفونو د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.


