د افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا د ژبنیو او کلتوري اړیکو د څېړنې په موخه، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یو علمي کنفرانس جوړ شوی، چې د افغانستان، ازبکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څېړونکو او پوهانو پکې ګډون کړی دی.
په دې کنفرانس کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ادبي اړیکې، د دري او پښتو ژبو څېړنه، د فارسي ژبې لغتلیکنه او د سیمې تاریخي او سیاسي بدلونونه د بحث مهم موضوعات وو.
د غونډې ویناوالو، چې د تاشکند د ختیځپېژندنې دولتي پوهنتون مشره سعادت ناصرووا، په ازبکستان کې د ایران سفیر محمدعلي اسکندري او د ټولنپوهنې څېړونکی او د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی سلاکار سید عسکر موسوي هم پکې شامل وو، د سیمې پر ګډ تاریخي او کلتوري میراث خبرې کړې دي.
د کنفرانس په علمي بحثونو کې د سغدي ژبې ګرامري ځانګړنې، د پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، د سیمې معاصرې اړیکې او د زردشتي فکر فلسفي او انسانپېژندنیز اړخونه هم څېړل شوي دي.
ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان، ایران او ازبکستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو څېړنه د سیمې د ګډ میراث په پېژندلو کې مهمه ونډه لري. دوی د پوهنتونونو او علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم ټینګار کړی دی.
د کنفرانس جوړوونکو هیله ښودلې چې د ورته علمي غونډو دوام به په منځنۍ اسیا کې د افغانستانپېژندنې او ایرانپېژندنې مطالعاتو ته پراختیا ورکړي او د سیمې د ژبو، ادبیاتو او تاریخ په اړه به د څېړونکو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.


