د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان، علي عبداللهي، خبرداری ورکړی چې ایران به په هېڅ شرایطو او هېڅ وخت کې فارس خلیج ته د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهي ادعا کړې چې د ایران وسلهوالو ځواکونو د امریکا سمندري ځواکونه بېاغېزې کړي او اوس د ایران سمندري پولو ته د نږدې کېدو توان نه لري.
نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم متناقضې بللې چې ګواکې د ایران اټومي تاسیسات یې له منځه وړي.
عبداللهي زیاته کړې، چې ایران به له امریکا او اسرائیل سره خپل تقابل ته دوام ورکړي.


