په تایوان کې زورور توپان؛ یو کس مړ او تر ۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي

0
34

د «چامپي» په نوم زورور توپان د تایوان ګڼې برخې ځپلې دي.

راپورونه وایي، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او تر ۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

توپان له ځان سره سخت بادونه او درانه بارانونه راوړي، چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د توپان له امله په ځینو سیمو کې ونې چپه شوې، برېښنا پرې شوې او د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي او هغو کسانو ته خوندي ځایونه برابر کړي چې کورونه یې زیانمن شوي دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د هوا پېژندنې خبرتیاوو ته پام وکړي او د خوندیتوب لارښوونې عملي کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ