ټرمپ: له ایران سره د جګړې وروسته به امریکايي جنګي بېړۍ د کیوبا ساحلونو ته نږدې کړو

0
37

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به بېرته ستنېدونکې امریکايي جنګي بېړۍ د کیوبا په شاوخوا کې تم شي.

نوموړي اشاره کړې چې دغه اقدام ښايي پر کیوبا فشار زیات کړي، څو له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ټرمپ په وینا، یوه امریکايي جنګي بېړۍ به د کیوبا له ساحل څخه شاوخوا ۵۰ یارده (نږدې ۴۶ متره) واټن کې تم شي او وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هوکړې د نهايي کولو لپاره ورولېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ