کریم خرم: ښایي د افغانستان له لارې د روسیې پر وړاندې د بلې جبهې د پرانیستلو هڅې وشي

0
38

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی رئیس کریم خرم وایي، د امریکا د ملي امنیتي ادارو او نوې محافظه‌کارو کړیو له لوري د ډونالډ ټرمپ د سیاسي کمزوري کولو لپاره د احتمالي هڅو په اړه د ځینو امریکایي او لوېدیځو شنونکو نظرونه مطرح شوي دي.

کریم خرم په یوه لیکنه کې اټکل کړی چې که ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې له ماتې سره مخ شي، ښایي د خپلې پاتې ولسمشرۍ پر مهال له سیاسي ستونزو او ان د استیضاح له بهیر سره مخ شي.

د هغه په باور، په داسې سناریو کې ښایي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ هڅې له خنډونو سره مخ شي او د روسیې پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو هڅې پراخې شي.

خرم اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي د افغانستان له لارې هم د روسیې پر ضد د یوې بلې جبهې د پرانیستلو هڅې وشي.

هغه ویلي، مسکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ هغه فعالیتونه چې د ده په وینا، ځینې کسان یې له بریتانیا سره د پاکستان له لارې تړي.

نوموړي اټکل کړی چې ښایي داعش او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان له جنوب څخه منځنۍ اسیا ته د نفوذ لپاره وکارول شي، څو روسیه په یوه بله امنیتي جبهه کې هم بوخته وساتل شي.

کریم خرم همداراز د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د وسله‌والو فعالیتونو د تنظیم او له بریتانیا سره د ځینو ښکېلو کسانو د احتمالي اړیکو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

هغه د ایران جګړه هم یوه مهمه موضوع بللې چې د ده په باور، له یادو سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو سره تړاو لري او جلا تحلیل ته اړتیا لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ