د ایران او پاکستان ترمنځ د دوو مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو پاکستان ته د مایع پټرولیم ګاز (LPG) واردات درولي، چې ورسره په دغه هېواد کې د ګازو کمښت او د بیو لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان هره ورځ له ایران څخه شاوخوا ۷ زره مټریک ټنه LPG واردوي، خو د ګبد ـ رمدان او تفتان لارو له تړل کېدو وروسته دغه اکمالات درېدلي دي.
د راپور له مخې، په بلوچستان کې د ۱۲ کیلوګرامه ګاز ډبې بیه له ۴۵۰۰ څخه ۷۰۰۰ پاکستانۍ روپیو ته لوړه شوې، په لاهور کې ۷۵۰۰ او په سکردو کې ۸۲۰۰ روپیو ته رسېدلې ده.
د پاکستان د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې د اکتوبر میاشتې رسمي نرخ د LPG لپاره شاوخوا ۲۷۹ روپۍ پر کیلوګرام ټاکلی و، خو د کمښت له امله په ازاد بازار کې بیې تر دې کچې ډېرې لوړې شوې دي.
د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې د LPG یو کیلوګرام په ۵۰۰ تر ۶۰۰ روپیو پلورل کېږي.
په ورته وخت کې، د اکتوبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په پاکستان کې د پټرولو یو لیټر په ۳۷۷.۷۱ او د لوړ کیفیت ډیزلو یو لیټر په ۳۹۳.۶۶ پاکستانۍ روپیو پلورل کېږي.
د ډیزلو بیه په وروستي بدلون کې ۱.۹۱ روپۍ لوړه شوې، خو د پټرولو بیه پر خپل پخواني نرخ پاتې ده.
پاکستاني چارواکو د سرحدي لارو تړل د امنیتي اندېښنو او د قاچاق د مخنیوي له هڅو سره تړلې، خو ایران د تخنیکي ستونزو یادونه کړې ده.
د سوداګرو په وینا، د ګازو ټانکرونه او سلګونه نور باروړونکي موټرونه د سرحدونو دواړو غاړو ته بند پاتې دي.


