د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین وایي، افغانستان او پاکستان باید د خپلو اختلافاتو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي، ځکه جګړه د دواړو هېوادونو ستونزې نه شي هوارولی.
نوموړي ویلي، دواړه هېوادونه ګډ دین، ژبه او کلتور لري او باید خپلې پولې پرانیستې وساتي او سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې، په تېرو پنځوسو کلونو کې جګړو سیمه له پراخو ویجاړیو سره مخ کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ لاره دوامداره خبرې دي.
میا افتخار حسین په خیبر پښتونخوا کې د فدرالي حکومت د بېړنیو اقداماتو او د جلا شورا جوړولو په اړه هم اندېښنه ښودلې او دا یې له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت پړه هم پر تحریک انصاف اچولې او ویلي یې دي چې دغه ګوند دیارلس کاله په ایالت کې حکومت کړی، خو د ده په وینا، د واکمنۍ پر مهال امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې د تېرو تېروتنو د تکرار مخنیوي لپاره باید مسؤل کسان حساب ورکولو ته اړ کړل شي.


