د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې، امنیت او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د ملګرو ملتونو سازمان له جوړېدو ۸۱ کاله تېرېږي.
د اکتوبر ۲۴مه هر کال د ملګرو ملتونو د ورځې په توګه نمانځل کېږي او د نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار پکې کېږي.
ملګري ملتونه د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د اکتوبر په ۲۴مه، وروسته له هغه په رسمي توګه رامنځته شول چې د دغه سازمان منشور نافذ شو.
د دې سازمان د جوړېدو اساسي موخه د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا او د ګډو نړیوالو ستونزو د حل لپاره د همکارۍ پیاوړتیا وه.
د ملګرو ملتونو ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې نړۍ له جګړو، سیاسي کړکېچونو، بشري ناورینونو، بېوزلۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ ده؛ هغه ننګونې چې د حل لپاره یې د هېوادونو ګډو هڅو او همغږۍ ته اړتیا ده.
ملګري ملتونه وایي، د دې ورځې نمانځل د نړیوال یووالي، سولې او همکارۍ د پیاوړتیا ترڅنګ، د دغه سازمان د منشور د موخو او اصولو د بیا تایید فرصت دی.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د نړیوالو ستونزو د حل او د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې ښې نړۍ د جوړولو په موخه د هېوادونو ترمنځ همکاري باید پیاوړې شي.


