د مصر، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې د اسرائیلو اشغال په سیمه او له هغې بهر د بېثباتۍ اساسي سرچینه ده.
دغو وزیرانو دا څرګندونې په استانبول کې د R4 ډلې د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې کړې دي.
په اعلامیه کې د سیمې پر امنیت او ثبات د اسرائیلي اشغال پر اغېزو ټینګار شوی دی.


