پاکستان باید له داعش خراسان سره د اړیکو په اړه د روسیې شکونه لرې کړي

0
68

امریکایي سیاسي شنونکي او لیکوال اندریو کوربکو په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، چې پاکستان باید له داعش خراسان سره د خپلو احتمالي اړیکو په اړه د روسیې شکونه لرې کړي، ځکه د دغو شکونو دوام ښايي د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ د باور کچه راټیټه کړي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

کوربکو دا څرګندونې د اېکسپرېس ټرېبیون د بهرنیو چارو برخې د لوړپوړي خبریال کامران یوسف د «روسیې له طالبانو سره قمار» تر سرلیک لاندې مقالې ته په غبرګون کې کړې دي. یوسف په خپله مقاله کې د افغانستان په اړه د روسیې او پاکستان د دریځونو توپیر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د طالبانو په اړه د مسکو تګلاره ښايي په افغانستان کې د پاکستان د تاریخي نفوذ د محدودولو لپاره هم وي.

د یوسف په وینا، روسیه ښايي د پاکستان له لوري له امریکا سره د اړیکو نږدې کېدو او له سعودي عربستان او ترکیې سره د مکې د ګډ دفاعي تړون په اړه اندېښنه ولري. خو کوربکو دا اټکلونه رد کړي او ویلي یې دي چې روسیه په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د کمولو لپاره ځانګړې هڅه نه کوي او د مکې دفاعي تړون هم د خپلو ګټو پر وړاندې ګواښ نه ګڼي.

کوربکو لیکلي، د روسیې اصلي اندېښنه باید د هغو څرګندونو له مخې وارزول شي چې د دغه هېواد د امنیت شورا منشي، دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیر کړې دي. د هغه په باور، د روسي چارواکو څرګندونې په غیرمستقیم ډول دې شک ته اشاره کوي چې پاکستان ښايي افغانستان ته د وسلو او ترهګرو د لېږد زمینه برابره کړي او سیمې ته د لوېدیځ د پوځي تاسیساتو د بېرته راتګ په برخه کې هم رول ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې روسي چارواکو پاکستان په مستقیم ډول نه دی تورن کړی او د هغوی څرګندونې باید د مستقیم تور په توګه تعبیر نه شي. هغه دغه راز روښانه کړې چې روسیه طالبانو ته وسلې نه ورکوي، ان د پاکستان پر ضد هم نه.

کوربکو د پاکستان او هند د دریځونو ترمنځ د ورته‌والي یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، پاکستان اندېښنه لري چې له کابل سره د نورو هېوادونو د اړیکو نږدې کېدل ښايي پر طالبانو فشار کم کړي، څو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد اقدام وکړي. په ورته وخت کې، هند هم استدلال کوي چې له پاکستان سره د نورو هېوادونو نږدې اړیکې ښايي پر اسلام‌اباد فشار کم کړي، څو د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې هند یې د ملاتړ تور پرې لګوي.

کوربکو لیکلي، پاکستاني سیاست‌وال باید د دغو ورته دریځونو په اړه فکر وکړي.

د نوموړي په باور، پاکستان باید د روسیې شکونه جدي ونیسي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د ساتلو لپاره یې په اړه وضاحت ورکړي. هغه خبرداری ورکړی چې که دا شکونه پر خپل ځای پاتې شي، ښايي د وخت په تېرېدو سره د مسکو باور له اسلام‌اباد څخه کم شي.

کوربکو د کامران یوسف د دې نظر یادونه هم کړې چې روسیه د طالبانو په اړه د اختلافاتو له امله له پاکستان سره د خپلو پراخو اړیکو پرېښودو ته لږ دلیل لري. خو د کوربکو په وینا، که پاکستان پخپله له روسیې سره اړیکې پرې کړي، مسکو به هم د پام وړ څه له لاسه ورنه کړي.

نوموړي په پای کې دا احتمال هم مطرح کړی چې پاکستان ښايي د روسیې په اړه د خپل دریځ د څرګندولو یا له امریکا سره د خپل اتحاد د ګټو د خوندي کولو لپاره له مسکو سره خپلې اړیکې له خطر سره مخ کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ