د طالبانوحکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه تکراري تورونه رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې د ناامنۍ تر شا افغانستان لاس لري او ویلي یې دي، اسلاماباد د خپلو امنیتي ستونزو د پټولو لپاره افغانستان ملامتوي.
مجاهد ویلي، افغانستان نه په پاکستان کې د ناامنۍ رامنځته کول غواړي او نه هم په نورو هېوادونو کې د بېثباتۍ د خپرولو او تمویل امکانات لري.
د نوموړي په وینا، په پاکستان کې ناامني د افغانستان او ټولې سیمې پر زیان ده او له اقتصادي، ټولنیزو او انساني اړخونو افغانستان هم اغېزمنوي.
نوموړي پر پاکستاني چارواکو نیوکه کړې چې د خپلو امنیتي مسئولیتونو پر ځای د افغانستان په ملامتولو بوخت دي او د افغانستان د ناامنه کولو لپاره لګښتونه کوي.
مجاهد دا ډول تګلاره د اصلي امنیتي مسئولیتونو څخه د تېښتې، د سیمې د بېثباتۍ او د اقتصادي سرچینو د ضایع کېدو لامل بللې ده.


